د افغانستان روڼتیا څار د مدني ټولنې یو افغان بنسټ دی چې په افغانستان کې د روڼتیا، حساب ورکونې او څارنې پیاوړتیا او ډیریدا ته ژمن دی.

د افغانستان روڼتیا څار دنده داده چې فساد د ټولنیزې څارنې، څیړنې او ملاتړیزې عدالت غوښتنې تر ذره بین لاندې ونیسي. موږ سیمه ییزخلک روزلي او منسجم کړي چې په کلیوالو سیمو کې د ساختماني پروژو، دولتي خدماتو، محاکمو او کان کیندنې د چارو څارنه وکړي. مونږ د ټولنیزې څارنې وسایلو ته پراختیا ورکړه، د پرانیستي څیړنې لپاره مو تګلاري او لارښووني ورته برابري کړي. د پالیسیو پر سر خبرو اترو ته مو زمینه ورته برابره کړه او په افغانستان کې مود حساب غوښتنې او روڼتیا رامنځ ته کولو لپاره د هغوی ملاتړوکړ.

د افغانستان روڼتیا څار د ۲۰۰۵ کال په اکټوبر میاشت کې رامنځ ته شو او په ۲۰۰۶ کال کې د یوه خپلواک مدني بنسټ په توګه راپورته شو چې تقریباْ ۹۰ کار کوونکي او ۷۰۰ رضاکاران لري. د روڼتیا څار مرکزي دفتر په کابل کې دی او په بدخشان، بلخ، بامیانو، هرات، کابل، کاپیسا، لوګر، ننګرهار، پروان، پنجشیر، سمنګان او وردګو ولایتونو کې د پراختیايي پروګرام د اړتیا سره سم چارې ترسره کوي.

د افغانستان روڼتیا څار فعالیتونه څلور برخې یا څانګي لري چې یو یې د سیمه ییزو خلکو پر مټ څارنه ده، بله یې د دولتي عامه خدماتو څارنه ده، دریمه یې د کانونو د استخراج څارنه او څلورمه هم د سیمه ییزو محاکمو څارنه ده. د افغانستان روڼتیا څار two cross-cutting units دوه واحده لري چې یو  یې د څیړنې واحد ده او بل یې د عدالت غوښتنې او عامه اړیکو واحد ده.

د ناروې سفارت، DFID، د روڼتیا عمل، د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره UNDP او نړیوال بانک د افغانستان روڼتیا څار ته مالي ملاتړ برابروي. له ۵ کلن فعالیت څخه وروسته د روڼتیا څار بانکي حساب (accounts) په بریالیتوب سره د ۲۰۰۷ کال په جولای، د ۲۰۰۸ کال په مارچ، د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر، د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر او په ۲۰۱۳ کال کې وپلټل (تفتیش) شو.