په لاندنې چوکاټ کې د روڼتیا د څار سازمان اداري جوړښت ښودل شوی. رئیس د ټول سازمان د چارو د سمبالولو او اداره کولو مسؤل او مدیره هیئت یا بورډ ته د راپور ورکولو چاره پر غاړه لری. مرستیال عمومي مشر د خپلو چارو په اړه نیغ په نیغه خپل مشر ته راپور ورکوي او د چارو د همغږۍ لپاره د مشرتابه ډلې او سازمان د اداري مسئلو او د مرسته کوونکو د همغږۍ ترمنځ داړیکو مسؤل کس په توګه کار کوي. همدا راز د پروګرامونو د عملې کولو لپاره د ملاتړ چارې برابروي. د پروګرامونو مشران د ټولو پروګرامونو د تنظیم د چارو عمومي مسؤلیت لري او له مرسته کونکو ادارو سره د اړیکو په برخه کې مرسته کوي. په سیمه ییزه کچه د بنسټیزو ساختماني پروژو د څارنې چاري د روڼتیا د څار ادارې لوی پروګرام دی چې، د سازمان د ټولو کار کوونکو نیمايي په کې بوخت دي نو له دې کبله ډیرو مهمو او کلکو اداري هڅو ته اړتیا لري. د نورو څانګو مشران د څلورو ټولنیز څار پروګرامونو، د بیارغونی د بررسی پروګرام (ریکپ)، چې په هغو کې د څیړنې ، څارنې او ارزونې، عدالت غوښتنې او عامه اړیکو، مالي او ادارې برخې هم شاملې دي نیغ په نیغه خپل راپور عمومي مشر ته ورکوي.

سید اکرام افضلی
Sayed Ikram Afzaliاجرائیوي رئیس

سید اکرام افضلی د افغانستان د روڼتیا څار سازمان اجرائیوي رئیس او همدا راز معلوماتو ته د لاسرسي د څار کمیسیون مشر هم دی. نوموړی له یوې لسیزې ډېر د ډیموکراتیک حکومت، د مدني ټولنو په تمرکز او له فساد سره د مبارزې په برخو کې کار کړی دی. سید اکرام افضلي همدا راز په افغانستان کې له رسنیو او مدني ټولنو سره له ۲۰۰۵ کال راهیسې یو ځای فعالیت تر سره کړی او د ښې حکومت ولۍ، له فساد سره د مبارزې او د څیړنو د پالیسۍ په برخو کې یې له ملي او نړیوالو ادارو سره بیلابیلي پروژې مدېریت کړې دي. هغه همدا راز د کابل پوهنتون د پالیسۍ او انسانې پراختیا په مرکز کې د همغږي کوونکې په توګه او د ملګرو ملتونو د پراختیا په پروګرام کې د پروژې د کارپوه او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د روڼتیا او حساب ورکونې په پروژه کې د مدني ټولنو د مدېر په توګه کار پرمخ وړی دی. ښاغلی افضلي اوسمهال د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو په روزنځای کې د عامه ادارې په برخه کې پر تخصص (ماستری) بوخت دی. هغه خپل لیسانس د سیاسي علومو او عامه ادارې په برخه کې د افغانستان له امريکايي پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.

 

احمد الله موجIMG_0684
د پروګرامونو آمر 

احمدالله موج په ۲۰۱۵ کال کې له روڼتیا څار بنسټ سره د سیګار پروژی د مسول په توګه یو ځای شو او وروسته د بیارغونې د بیاکتنی پروګرام مدیر شو. هغه د پروګرامونو د مدیر په توګه په ۲۰۱۷ کال کی په کار پیل وکړ او د ټولو پروګرامونو او ولایتی دفترونو مشری کوي. موج د ملګری ملتونه د پرمختیایی پروګرام، جی ای زی، آمریکی سفارت او افغان دولت لخوا تمویلیدونکی ودانیز او ظرفیت لوړولو پروژو کی کار کړی دی. هغه په آلمان کی د ایلتیس شرکت سره د ختیځی اروپا، لویدیځی آفریقا او آلمان کې د ظرفیت لوړولو او نوي کیدونکی انرژی په پروژو کې د کار زده کړیالی کړی ده. سربیره پر دی موج د نړۍ د ځوانانو ستر بنسټ، آیسک، د افغانستان په څانګه کې د پنځو کلونو لپاره رضاکار اوسیدلی چیرې چې نوموړی اوس د مشورتي بورد غړی دی. موج د کابل پولی تخنیک پوهنتون څخه د ودانولو اینجنیرۍ په څانګه کې فارغ شوی دی.

 

اجمل خالقی
له ودانیزو پروژو د ټولنیز څار د پروګرام مدېر

اجمل خالقي د افغانستان په روڼتیا څار سازمان کې له ودانیزو پروژو څخه د ټولنیز څار د پروګرام مدېر دی. نوموړی له ۲۰۱۰ کال راهیسې مدني فعال دی او له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د کندهار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د استاد په توګه دنده تر سره کوله او هممهاله یې د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو په دفتر او یو اېن هبیتات کې د انجنیرۍ د روزونکي په توګه دنده لرله. نوموړی د کابل له پولتخنیک پوهنتون څخه د انجنیرۍ په برخه کې د لیسانس په کچه فارغ دی. هغه د

۲۰۱۰ کال له جون راهیسې د افغانستان له روڼتیا څار سازمان سره له ودانیزو پروژو څخه د څار د ټولنیز پروګرام د مدېر په توګه دنده ترسره کوي.

 

عزت الله ادیب
د څیړنو مدېر
0A8A3886

عزت الله ادیب د افغانستان په روڼتیا څار سازمان کې د څیړنو مدېر دی. ادیب په څیړنیزو پروژو کې پراخه تجربه لري. نوموړی په کابل او ۳۴ ولایتونو کې د څیړنې څو کلنه تجربه لري چې پکې د څیړنې طرح کولو، د مالیاتو د کمیت او کیفیت ارزولو، د څیړنیزو پوښتنپاڼو چمتو کولو، روزنې، د معلوماتو راټولولو او مدېریت ته اشاره کولای شو. هغه د عمومې نظرونو د مطالعاتو، د څیړنو د سروې د عامه پالیسۍ او ټولنیزې اقتصادي لومړنۍ سروې مدېریت کړی دی. له افغانستان روڼتیا څار سازمان سره له یو ځای کیدو مخکې نوموړي د ملي سلاکار، د څیړني د همغږي کوونکي، د څیړنې لپاره د څیړونکي او په بیلابیلو برخو کې د مشاوریت دندې ترسره کړې دي. هغه همدا راز په بیلابیلو نړیوالو ادارو کې د مدېریت په پوستونو هم کار کړی دی. عزت الله ادیب خپل لیسانس په اقتصاد او مدېریت کې ترلاسه کړی او دا

مهال په نړیواله سوداګرۍ کې په زده کړو بوخت دی.