مخینه
د افغانستان د ۲۰۰۴ کال  د اساسي قانون  په ۱۲۸ ماده کې راغلي چې پرته له هغو قضیو چې قانون یې د مخفي کیدو اجازه ورکړیده نورې ټولي محکمې باید د خلکو پرمخ پرانیستې وي.
« د افغانستان په محکموکې محاکمې په علني ډول دایریږي او هرشخص حق لري چې د قانون په رڼا کې په هغه کې ګډون وکړي. محکمه کولای شي په داسې حالاتو کې چې په قانون کې روښانه شوي وي یا د محاکمې سري توب ضروري وګڼل شي د محاکمې بهیر مخفي یا سرې کړي خو د پریکړې یا حکم اعلانول باید علني وي»
سره له دې چې محکمې په افغانستان کې د قانون له مخې د خلکو په وړاندې علني وي خو په عملي ډول لږ خلک په منظم او مخامخ ډول د محاکمو له بهیر څخه لیدنه کتنه کوي. د همدې لپاره د خلکو لخوا د محکمو څارنه بې له شکه روڼتیا زیاتوي او د طرزالعملونو او قوانینو پر اساس چارې ترسره کول ډاډه کوي. د لانجو په اړه مناسب قضاوت او بلاخره د یوه حکومتي بنسټ په توګه په محکمو د خلکو باور زیاتوي.
په قضايي بهیر کې د روڼتیا زیاتیدل او د محاکمې د بهیر څارنه په خپله د علني محاکمې د حق ملاتړ پیاوړی کوي. په محکمو کې د سیمه ییزو څارونکو ګډون د دې ډاډ رامنځ ته کوي چې د محاکمې چارې او پریکړې په مناسب ډول تر سره شي او په عدلي او قضايي بهیر باور جوړ شي. کله چې د اوږد مهال لپاره د پروګرام په توګه دا چاره تنظیم شي د محاکمې څارنه یوازینۍ تشخیصونکي وسیله ده چې په قضايي سیستم کې د اصلي عناصرو د فعالیت چاره پرې تشخیص شي. دا چاره (د محکمو څارنه) د یوه ذره بین په څیر کار کوي او هغه ساحي په ګوته کوي چې اصلاحاتو ته پکې اړتیا ده.
د محاکمې د بهیر څارنه د قضايي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره یوه پیاوړې وسیله ثابته شویده چې د مناسبې محاکمې د حق کورنې ضمانتونه پیاوړي کوي. د محکمو د روان بهیر خپلواکه څارنه د دې وړتیا رامنځ ته کوي چې د قضايي او عدلي سیستم پیاوړي او ضعیفه برخې په ګوته کړي او د چارو د لاښه کیدو لپاره عملي سپارښتنې و کړي. د ولسوالۍ او ولایت په کچه په محکمو کې دغه ډول سپارښتنې عملي کول په قضايې اداره کې د چارو د ښه کیدو سبب کیږي او د قانون واکمنې او انسانې حقونو ته درناوی پراخوي.

د روڼتیا څار ادارې په کابل کې په لوړه کچه له قضايې چارواکو سره خبري شروع کړی چې د ولسوالیو او ولایاتو په سطحه قضايې سیستم له محکمو د څارنې بهیر د سیمه ییرو څارونکو په واسطه  پیاوړی کړي. نوموړې اداره هیله لري چې په نږدې راتلونکې کې به په دې وتوانیږو چې په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې له محکمو د څارنې د بهیر پروګرام پیل شي.

له محکمو ټولنیزه څارنه

د محاکمو د بهیر د څارنې پروګرام په افغانستان کې د خپل ډول لومړنی ( شی) دی. د دغه پروګرام موخه داده چې په افغان محکمو کې د خلکو د ګډون یا برخې اخیستو چاره پیاوړې شي او د افغانستان په  نافذه قوانینو کې د شکایت کولو بهیر وڅاري. دغه پروګرام په عدلي او قضايي تصمیم نیونه کې روڼتیا پیاوړی کوي او د قانون د عملي کونکي سیستم د چارواکو د پوهاوې کچه لوړوي. د محکمو د څارنې په برخه کې خلک پیاوړي کیږي او داسې ارزښتناکه معلومات رامنځ ته کیږي چې په عدلي او قضايي سیستم کې د روڼتیا ودې ته زمینه برابروي.
دغه پروګرام په ۲۰۱۱ کال کې د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي، د کوهستان په ولسوالۍ او د بامیانو ولایت په مرکز او یکاولنګ ولسوالۍ کې په ۱۵ سیمو کې پیل شو. د محکمو د چارو د څارنې پروګرام اوس د بامیانو، کاپیسا او ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیوکې روان دی او د سیمه ییزو څارونکو لخوا د جنايي او ملکي یا حقوقي مسئلو د محاکمو د بهیر څارنه کیږي. تر اوسه پورې د سیمه ییزو داوطلبو څارونکو لخوا د ۱۳۰۰ قضیو د محاکمې څارنه تر سره شویده.
هغه میتود یا کړنلاره چې د خلکو د رول د پیاوړې کیدو او د سیمه ییزې څارنې د پروګرام له لارې په قضايي برخه کې د روڼتیا لپاره کارول کیږي په لاندې ډول ده:
۱: د سیمه ییزو خلکو او سیمو غوره کول:
د روڼتیا څار اداره د خپلو نورو لومړیتوبونو په څیر د محکمو د قضايي بهیر د څارنې پروګرام د خلکو د ګډون له لارې د خپلو موخو لپاره د مشروعیت رامنځ ته کولو نقشه کاږي. ( ټولنې) د دغه پروګرام لپاره د سیمه ییزې پرمختیايي شورا، د مدني ټولنې د فعالینو او د قانوني خدماتود برابرونکو لخوا ورمعرفي کیږي.
۲: د سیمه ییزو څارونکو غوره کول
له هرې برخه لرونکې ټولنې غوښتنه کیږي دوه سیمه ییزڅارونکي وټاکي، چې په ګډه کارسره وکولی شي. د سیمه ییزو څارونکو په برخه کې ترجیع لوستو کسانو ته ورکول کیږي چې هم په ټولنه کې ښه نوم او باور ولري اوهم د دې وړتیا ولري چې په داوطلب ډول په میاشت کې څو ورځې د محکمې چارې وڅاري. خو که احیاناٌ سیمه ییزو خلکو دوه بالغ لوستي کسان د دې چارې لپاره ور معرفي نه شوای کړی نو یو نالوستی او یو لوستی کس هم منل کیږي. د روڼتیا څار اداره هڅه کوي او غواړي چې د دوی ۵۰ په سلو کې څارونکي میرمنې وي.
۳: د سیمه ییزو څارونکو روزنه
سیمه ییزو څارونکو ته د حقوقي برخې په اړه ځانګړې روزنه ورکول کیږي چې د دوی قانوني پوهه لوړه کړي او د دوی د څارنې مهارتونه پیاوړي او قوي کړي. سربیره پر دې یو شمیر نور ملي او نړیوال سازمانونه لکه یوناما، IDLO, NRC او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د دغو سیمه ییزو څارونکو لپاره ځانګړي حقوقي روزنیز پروګرامونه برابر کړیدي. د روڼتیا څار سیمه ییز څارونکي غواړي چې په دې ډول پروګرامونو کې ګډون وکړي.
۴: د محکمو څارنه
د روڼتیا څار د ادارې موخه داده چې د دوی د محکمو د چارو څارونکي په ټولو ۱۴ ولسوالیو کې په پرانیستي ډول هره جنايي او حقوقي قضیه چې په محکمو کې څیړل کیږی او محکمه پرې دایریږي وڅاري. د روڼتیا څار تمه لري چې په ټولو محکمو کې دغه چاره روښانه شي او هر کال د سلګونو مختلفو محاکمو لیدنې کتنې وشي.

۵: له قاضي سره د اړیکې جوړول
سیمه ییز څارونکي او د څارنې د پروګرام استازي له هرهغه قاضي سره ګوري چې د هغه کړنې او چارې د تعقیب وړ وې او له هغه نه غواړی چې خپلې چارې هر څارونکي ته روښانه کړي. د څارل شوې محکمې چارواکو به کله کله له ځانه دفاع کوله او کله کله به یې پر سیمه ییزو څارونکو نیوکې کولې او هغه مهال به پرې په غوصه شول چې د دوي د واک او وړتیا په اړه به له پوښتنې سره مخامخ شول. له دغې ستونزې سره سره له قضايي او عدلي چارواکو سره ناسته پاسته یوازینی فرصت دی چې وښيي دا پروګرام ښه او په مسلکي ډول سنجول شوی او په دې تړاو ممکنه ناسم پوهاوی له منځه یووړل شي.
په انفرادي ډول له هرقاضي سره ناستو، قاضیان ددې وړ کړل ، چې د محاکمې په خونه او دفترکې د سیمه ییزوڅارونکو حضورته غاړه کیږدي او دخپلو دندو اوله وړاندې د څارنې د پرمختګ په اړه پوهاوی ولري. تجربې ښيي ،چې له قاضیانو سره وړاندې له وړاندې د ناستو ترسره کیدل ددې زمینه برابره کړې، چې د محاکمې موادو ته لاس رسی ښه شي او دهرې را پورته کیدونکې ستونزې حل ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي .
۶: سیمه ییزه عدالت غوښتنه
که چیرته د پروګرام د کارکونکو او د قضايي ادارو ترمنځ دوه اړخیز باور موجود وي نو ډیر احتمال شته چې د پروګرام احتمالي او مشروتې سپارښتنې دې عملي شي.  د همدې لپاره سیمه ییزڅارونکي په منظم ډول له قاضیانو سره ګوري. له دوي (قاضیانو) سره په منظم ډول د لیدنو کتنو یو اصلي دلیل دادی چې د سیمه ییزو محاکمو د بهیر د لیدنو پر مهال د څارونکو را غونډ شوي معلومات او ارزښتناک مشاهدات یا د لیدنو کتنو راپور له قاضیانو سره شریک شي. د محکمو د بهیر د څارنې موخه داده چې د عدلي او قضايي سیستم اصلاحات چټک شي. کله چې سیمه ییز څارونکي یوه ستونزه وویني نو دوی په بیساري ډول غواړي خپل لومړنی احساس یا درک د ممکنه دلایلو په اړه ورکړي.
تر دې ورها خوا په لویه کچه یوځل چې په یوه ولایت کې د هرې محکمې په اړه معلومات راغونډ شي نو د روڼتیا څار اداره له والي، قاضیانو او څارنوالانو سره هغو اندیښنو ته دځواب ورکولو په موخه د عدالت غوښتنې په هڅو کې ښکیل کیږي چې وپیژندل شي. د لومړي پړاوو په لړ کې د روڼتیا څار له کړنلارې څخه زده کړي درسونه مستند کړل. د روڼتیا څار ادارې پر دغې پروژې ګڼې مهمې پریوتې اغیزې وموندلې چې هغه عبارت دي له: د قضايي تصمیم نیونې په برخه کې د شفافیت زیاتوالی، د قانون د واکمنۍ د سیستم په اړه د پوهاوي زیاتوالی، د خلکو د رول پیاوړي کول او ارزښت لرونکي معلومات چې په قضايي سیستم کې د روڼتیا له زیاتیدو سره مرسته کوي. تراوسه پورې دلته په ۴ ولایتونو کې چې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې دي د خلکو په منځ کې کلکه لیوالتیا موجوده ده چې د محاکمو د بهیر په څارنه کې برخه واخلي.