د افغانستان روڼتیا څار لخوا له ودانیزو چارو څخه د ټولنیز څار پروګرام، د خلکو او کلیوالو د انسجام له لارې د روڼتیا، حساب ورکونې او ټولنیزې پلټنې چاره پیاوړې کوي. دغه پروګرام له کلیوالو یا د لرې پرتو سیمو له خلکو سره دا مرسته کوي چې د هغو ودانیزو پروژو څخه څارنه وکړي چې د هغوي په سیمو کې عملي کیږي. د دغه پروګرام موخه داده چې خلک د پروژو د عملي کولو او د لومړیتوبونو د ټاکلو په څرنګوالي کې واک ولري. له دولت او همکارو مؤسسو څخه حساب وغواړي او سربیره پردې خلک په خپله د مسوولیت احساس وکړي. همدارنګه نوموړی پروګرام د دولت، خلکو او مرسته کونکو ادارو ترمنځ واټن راکموي او خلک د پرلپسې خبرو اترو له لارې د خپلمنځي ستونزو په هوارولو کې واک تر لاسه کوي. چې دغه چاره په بهرنیو ښکیلو لوبغاړو او موازي بنسټونو د خلکو تکیه را کموي.
دغه پروګرام په ۲۰۰۷ کال کې د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د لسو (۱۰) سیمو له خلکو سره پیل شو. دغه پروګرام په تیرو څو کلونو کې د عامو خلکو د رغنده او پیاوړي رول له کبله کامیاب او د روڼتیا او حساب ورکونې په برخه کې يې رول نور هم پیاوړی او زیات شو. له ۲۰۰۷ کال راهیسې تقریبا ۹۰۰ ودانیزي پروژې د ۱۷۰۰ سیمه ییزو داوطلبو څارونکو لخوا د بلخ ، هرات ، ننګرهار، پروان، پنجشیر، بامیان او بدخشان ولایتونو په ۳۵ ولسوالیوکې څارل شویدي.
د روڼتیا څار له خلکو سره په ګډه په دې کار کوي چې د څارنې لپاره داسې کسان پیدا او په ګوته کړي چې په داوطلب ډول د خپلو خلکو په استازیتوب په خپلو سیمو کې د ودانیزو پروژو څارنه وکړي. دا اداره داوطلبو سمیزو څارونکو ته د اړینو معلوماتو او دقیقې روزنې تر څنګ د څار په اړه د تخنیکي او نورو وسایلو چې د ودانیزو پروژو د کیفیت او پر سیمه ایزو خلکو يې اغیز روښانه وي ملاتړ کوي. دغه اټکل د پروژو د مناسب والي، استحکام، ثبات او دوام په بنسټ تر سره کیږي.
سیمه ییزڅارونکي کولای شي چې خپل شکایتونه دڅارنې د ولایتي بورډ له لارې درج کړي، چې دا بورډ د اړوندو وزارتونو له استازو، سیمه ییزو څارونکو، د ولایتي شورا له غړو، د رسنیو او مرسته کونکو ادارو له استازو جوړ دی. دغه بورډ له سیمه ییزو ادارو څخه د حساب اخیستو په برخه کې مهم رول لوبوي. پردې سربیره په منظم ډول له عملي کیدونکو روانو پروژو څخه څارنه دا ډاډ رامنځ ته کوي چې بنسټیزې او ساختماني پروژې په کلیوالو سیمو کې پر خلکو مثبت اغیز لري.
هغه کړنلاره چې د خلکو د رول د پیاوړي کولو او په سیمه ییزه کچه د سیمه ییزې څارنې د پروګرام د عملي کیدو او د مرستو د اغیز زیاتیدو لپاره کارول کیږي:
۱: د ټولنو یا خلکو غوراوی
د افغانستان روڼتیا څار په څیر نوري اداري د سیمه ییزو خلکو په مټ د پروژو د څارنې پروګرام د خلکو د ګډون لار نقشه کاږي چې د خپلو موخو ریښتینوالی رامنځ ته کړي. دغه پروګرام ته  ټولني د سیمه ییزې پرمختیايي شورا، د مدني ټولنې د فعالینو او د قانوني خدماتود برابرونکو لخوا ورمعرفي کیږي.
یو ځل چې ټولنې غوره شوې، د روڼتیا څار کارکوونکي له دغو خلکو سره ویني او دوی ته د څارنې او د هغو د ګټو په اړه معلومات ورکوي او یا یې ورته تشریح کوي.
۲: د سیمه ییزو څارونکو غوره کول
له هرې ګډون کوونکې ټولنې غوښتنه کیږي چې دوه سیمه ییز څارونکي وټاکي چې په ګډه کار سره وکولای شي. د سیمه ییزو څارونکو په برخه کې ترجیح لوستو کسانو ته ورکول کیږي، چې هم په ټولنه کې ښه نوم او باور ولري اوهم د دې وړتیا ولري چې په داوطلب ډول هره اونۍ ساعتونه ساعتونه د ساختماني پروژو د څارنې چاره ترسره کړي. خو که احیاناٌ سیمه ییزو خلکو دوه بالغ لوستي کسان د دې چارې لپاره ورمعرفي نه کړل، نو یو نالوستی او یو لوستی کس هم منل کیږي. د روڼتیا څار ښځینه ګډونوالې هڅوي چې د څارنې په چاره کې برخه واخلي.
۳: د سیمه ییزو څارونکو روزنه
د روزونکو له غوراوي وروسته ټولو سیمه ییزو څارونکو ته د افغانستان روڼتیا څار د کار کوونکو لخوا تخنیکي او ټولنیزه روزنه ورکول کیږي. په ټولنیزې روزنه کې د فساد په اړه د لومړنیو معلوماتو ورکړه د سیمه ییزو خلکو منسجم کول او د ستونزو حلول شامل دي. په تخنیکي روزنه کې د موادو د کیفیت (سیمنټ، کانکریټ او خښتو) او د ودانیو تخنیکي او نورې برخې ارزول کیږي چې په څه ډول د موادو کیفیت ټاکل شوی او اغیز یې څومره دی. په دغه روزنه کې سیمه ییزو څارونکو ته دا روزنه هم ورکول کیږي چې په څه ډول د روڼتیا د ادارې لخوا د ساختماني چارو د کیفیت ارزونې وسایل وکاروي او په څه ډول سروې ترسره کړي. چک لیستونه تعقیب کړي او معلومات په دقیق او سم ډول را غونډ کړي.
۴: د معلوماتو را غونډول
سیمه ییز څارونکي د پروژې په اړه ټول اړین اسناد له دولتي ادارو او اړوندې کمپنۍ څخه غواړي او را غونډوي يې. د اسنادو له راغونډولو نه وروسته دواړه څارونکي د سیمې د خلکو اساسي سروې پیلوي. دوی له ۱۰۰ داسې کسانو سره خبرې کوي چې د دې پروژې برخه وال یا ترې ګټه اخیستونکي دي. دا سروې مرسته کوي چې خلکو ته د څارنې پروګرام معرفي شي او په پروژه کې د خلکود ګډون او پوهاوي په اړه معلومات را غونډ شي.
۵: د ساختماني چارو څارنه
دواړه څارونکي په اونۍ کې دری ځله له پروژې څخه لیدنه کوي. دوي د پروژې له انجینر سره ګوري، د ساختماني چارو د پرمختیا بهیر او د تړون پر اساس د کاریدونکو موادو کیفیت چک کوي او د کمیت بل او د پروژې بنسټیزه نقشه ګوري. که چیرې په پروژه کې ستونزې وموندل شي نو د روڼتیا څار  سیمه ییز انجینران او سیمه ییز څارونکي د دغو ستونزو په اړه له اړوندې کمپنۍ سره خبرې کوي او هغوی ته قناعت ورکوي چې دغه ستونزې حل کړي.
۶: سیمه ییزه عدالت غوښتنه یا ملاتړ
ناحل شوي مسایل د افغانستان روڼتیا څار لخوا ولایتي څارنې بورډ (PBM) ته وړاندې کیږي. د ولایتي څارنې بورډ د افغانستان روڼتیا څار د کار کوونکو لخوا په هر ولایت کې جوړشوی. په دغه بورډ کې د اړوندو وزارتونو د ریاستونو چارواکي، د والي د دفتر استازی، د ولایتي شورا غړي، مرسته کونکي، تړون کونکي او د سیمې د خلکو استازي شامل دي.
۷: په ملي کچه عدالت غوښتنه او ملاتړ
هغه مسایل چې په ولایتي کچه حل نشي د روڼتیا څار د عدالت غوښتنې او اړیکو د څانګې لخوا په ملي کچه مطرح کیږي. په دغو مسئلو کې کیدای شي معلوماتو ته په ملي کچه د لاس رسي په څیر مسایل شامل وي چې د روڼتیا څار لخوا ورته د قانون د بدلولو په ډول عدالت غوښتنه کیږي. کله چې د مشخصو پروژو موضوع وي نو د روڼتیا څاراداره په کابل کې له وزارتونو او مرسته کونکو سره کار کوي چې سیمه ییزو اندیښنو ته ځواب تر لاسه کړي.
دلته کلیک وکړئ چې په انګلیسي ژبه په سیمه ییزه کچه د څارنې بروشور ډاونلوډ کړئ
د دغه پروګرام په اړه د لا ډیرو معلوماتو او د سیمه ییزې څارنې جزئیاتو ته د لاس رسې لپاره دغه پاڼه وګورئ www.communitymonitoring.org