په افغانستان کې د استخراجي صنعت د څارنې پروګرام د کانونو او هایدروکاربوني موادو په برخه کې ښه اداره او کنټرول پیاوړی کوي .د «منابعو د لاسه وتلو» او د امنیت د لاډیرخرابیدو د مخینوي لپاره دغه پروګرام د کانونو اوهایدرو کاربوني موادو په سکټور کې د شفافیت روڼتیا او حساب کتاب ورکونې غوښتنه کوي. ددغه پروګرام موخه داده چې د کانونو اود ټولو استخراجي منابعو د چارو د څارنې لپاره سیمه ییزخلک منسجم کړي ، چې د منفي چاپیریالي او ټولنیزو اغیزو مخه ونیول شي اود کانونو په شاوخوا سیمو کې داوسیدونکو خلکو داجتماعي ـ اقتصادي پرمختیا له اړخه ډاډ رامنځ ته شي .
د استخراجي منابعو د څارنې پروګرام په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو،چې ټول تمرکز یې په څیړنه باندې وو او له هغه وروسته دغه چاره پراخه شوه ، د عوایدو او منابعو د اداره کولو ، د پرمختیايي چارو ، د قانون او پالیسیو دعملي کولو د برخو څارنه یې هم پیل کړه .  دا پروګرام په ۲۰۱۱ کال کې د کانونو په شاوخوا سیمو کې د خلکو منسجم کول پیل کړل او دامهال ددغه پروګرام له برکته د روڼتیا ادارې کارکونکي د لوګر د عینک ، د بامیانو دحاجیګک او دبغلان د قره زاغان د کانونود سیمو له اوسیدونکو سره په فعاله توګه ښکیل دي . پردې سربیره ، د غه پروګرام د افغانستان د استخراجي صنعت د شفافیت د ابتکار د فعال ګډون له لارې داستخراجي صنایعو د سکټور د عوایدو د شفافیت څارنه ترسره کړه .
د څیړنې په لړ کې د استخراجي صنایعو د څارنې پروګرام لومړۍ او منځنۍ ، د کیفیت او کمیت څیړنې ،اساسي څیړنې ، سیاسي او اقتصادي مطالعات ، د شخړو تحلیل او نور مطالعات ترسره کړیدي .دغه پروګرام په مشخص ډول د دولتي ادارو وړتیاوو ،د خصوصي سکټور رول ، او د نړیوالې ټولنې او مدني ټولنو ښکلتیا او ملاتړ ته ګوري او پام کوي .
د خلکو لخوا د کانونو د استخراج د چارو څارنه دا ارزوي، چې ایا د کانونو په استخراج ، تجارت او د منرالونو په تولید بوخته یا اړونده کمپنۍ له نړیوالو معتبرو معیارونوسره برابره او وړتیا لري؟ موخه یې داده ،چې پرچاپیریال او ښکیلو خلکو د کان کیندنې ناوړه اغیزې محدودې کړي . د ترسره شویو څیړنو پراساس ، د عینک او حاجیګک په شاوخوا کې میشت خلک منسجم کړی شول، چې دا ډاډه کړي ،چې اړوندې کمپنۍ د کانونو د صنعت بشپړ نړیوال اصول او معیارونه منلي دي .
د روڼتیا د څار سازمان د کانونو له شاوخوا سیمیزوخلکو سره د کار تاریخچه لري او د سیمې د خلکو لخوا معرفي شوي کسان یې روزلي، چې کولی شي د هغو رامنځ ته کیدونکو ګډوډیو او بې نظمیو خبره راپورته کړي ،چې د همدې سیمې د خلکو د ژوند په کیفیت ډیراغیزکولی شي. د عینک او حاجیګک د سیمو له خلکو یو بنسټ یا ټولنه جوړه شوې .دغه ټولنه به له سیمه ییزوچارواکو، د مرکزي حکومت او د خصوصي کمپنۍ له چارواکو سره را پیدا کیدونکو اندیښنو ته د ځواب ورکولوپه موخه همکاري کوي.
د روڼتیا دڅارسازمان دارنګه د مدني ټولنو یو ایتلاف تنظیم کړ، چې د استخراجي صنایعو په اړه د پوهاوي پروګرام یا چاره ترسره او په دې برخه کې مدني حرکتونه تر سره کړي چې دا کار به د طبیعي منابعو د ښې ادارې او کنټرول سبب شي .
دغه پروګرام دارنګه داهڅه هم کوي، چې د بامسئوولیته او له تړون سره سم د استخراج ډاډ رامنځ ته کړي او د نړیوالواصولوپه پام کې نیولو ته کمپنۍ متوجه کړي . دا ډول به دغه پروګرام د دولت او سیمه ییزوخلکو ترمنځ د یوه پله په توګه چاره تر سره کړي ، د خلکو د انګیرنو او هیلو په ځانګړي ډول د ټولنیزو او د ځمکې د تاوان د ورکړې په څیر مسلو په حل کې به مرسته وکړي . د روڼتیا د څار ادارې د افغانستان له حکومت ، کمپنیو او د مدني ټولنو له سازمانونو سره خلکو ته په دغه سکټور کې د زیاتې ګټې رسیدنې په موخه مختلفې ناستې تنظیم او ترسره کړې. پردې سربیره یې وړاندې له وړاندې د ناسمو ګامونو د پورته کیدو په وړاندې ګام پورته کړ. دغه پروګرام دارنګه د چارو د ښه والي په موخه د سنجول شوې بهیر له لارې دپروخت مداخلې هڅه کړیده . داسې باور کیږي ،چې دغه بهیرد طبیعي منابعو اداره او مدیریت پیاوړی کوي او د عوایدو او منابعو پرسر د شخړو مخه نیسي .
د روڼتیا د څار ادارې د خپل کاري بهیرله مخې د کانونو له وزارت ، د مالیې له وزارت ، نړیوال بانک او نورو اړوندو برخه والو لکه د عوایدو د څار له انستیتیوت ، نړیوال شاهد او د ملګرو ملتونو د چاپیریال له پروګرام سره له نژدې کار وکړ ، چې روڼتیا او شفافیت په دغه سکټور کې چټک شي .
بګرونډ (شالید)
د افغانستان د کانونو او هایدروکا ربوني موادو سکټور د ملي عوایدو په برخه کې مهم رول لري او دولت ته کافي عواید او امکانات په لاس ورکوي ،چې پرمختیايي پروژې پرې عملي کړي . د برتانیې د ځمکۍ پیژندنې د سروې پربنسټ، د افغانستان په لراو بر کې شاوخوا ۱۴۰۰ کانونه موجود دي چې پکې د مسو، اوسپنې او لیتیمو سترې سترې زیرمې موجودې دي . پردې سربیره په افغانستان کې د هایدرو کاربوني موادو او قیمتي ډبرولوی کانونه هم شته، چې کولی شي د طبیعي منابعو له اړخه په نړۍ کې د بډایه هیوادونو په منځ کې د افغانستان دریځ او درجه نوره هم لوړه کړي .
په هرحال افغانستان په خوندي او  او قناعت بخښونکي ډول ددغو کانونواو منابعو د استخراج په برخه کې لویې ننګونې هم لري . د یوشمیر کانونو په شاوخوا سیموکې امنیتي وضیعت دپانګونې لپاره د اندیښنې وړدی او دولت یې ددغو سیمو تر بشپړ کنټرول لاندې راوستو کې له ستونزو سره مخامخ کړیدي . د «منابعو د ضایع کیدو » د مخنیوي له اړخه دا ډیره مهمه او سخته ده چې د کانونو د استخراج او له دې اړخه د تر لاسه کیدونکو عوایدود مدیریت په اړه ډاډ رامنځ ته شي چې دغه چارې په مسولانه او شفاف ډول ترسره کړي .