د لارښوونکو (ډایرکټرانو) بورډ

د افغانستان روڼتیا څار د لارښوونکو (ډایرکټرانو) په بورډ کې هم ملي او هم نړیوال کارپوهان شامل دي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې پراخي تجربي لري. لاندې کسان د لارښوونکو د بورډ غړي دي:

ld

 لورنزو ډیلیسګیوس مشر

لورنزو ډیلیسګیوس، د پاریس د لوړو زده کړو په ( Sciences-Po ) موسسه کې پروفیسر او «له جګړې وروسته چاپیریال کې روڼتیا او حساب ورکونه» په نوم مضمون تدریسوي. نوموړی د فرانسې د پاریس له l’Institut d’Etudes Politiques څخه په سیاسي علومو کې ماسټري لري. هغه د ۲۰۱۱ کال له جنوری میاشتی راهیسې د افغانستان روڼتیا څار د سازمان مشري او پالنه کوي. ښاغلی لورنزو ډیلیسګیوس د ۲۰۰۵ کال له جولای میاشتې راهیسې له جګړې وروسته هیوادونو کې د فساد د مسلو په برخه کې کار کړی او د Tiri، ODI، OSI، WB، UNDP ادارو لپاره یې پراخې لیکنې او رپوټونه خپاره کړي دي. نوموړی د سیاسي علومو کار پوه دی چې په ایران، پاکستان، منځنی اسیا او افغانستان کې یې له تیرو ۱۰ کلونو راهیسې ژوند او ډیر کار ترسره کړیدی. هغه په افغانستان او پا کستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې کار کوي او د سیاسي انتقال، نړیوالو اړیکو، سیاسي ټولنپوهنې او د افغانستان د سیاسي اقتصاد او مدني ټولنو په موضوعګانو يې څیړنې ترسره کړیدي. هغه د مرکزي اروپا په پوهنتونو کې له جګړو وروسته جوړښتونو په اړه تدریس هم تر سره کړیدی.

mg

منیژه ګردیزۍ غړې

منیژه ګردیزۍ د جرمني د برلین ښار د فیریي (Freie) په پوهنتون کې د دوکتورا (PhD) په زدکړو بوخته ده. نوموړې خپله ماسټري په سیاسي علومو کې د جرمني د بن ښار د فرایدریخ ویلهیلم (Friedrich-Wilhelm-Universitt) له پوهنتون څخه ترلاسه کړې. هغې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د جرمنې د نړیوالو همکاریو له ادارې (GIZ) سره د جرمني په ایشبورن (Eschborn) او د سریلانکا په ترینکومالي کې دسیمه ییزې حکومتولۍ د مشر تابه په څانګې کې کار کړی دی. آغلې ګردیزۍ د جرمني د ایرفورت د عامه پالیسۍ په ښوونځي (ESPP) کې د ښې حکومتولۍ د پروګرام د منیجرې او استادې په توګه دندې ترسره کړي دي. نوموړې څو کاله د حکومتولۍ او اداري اصلاحاتو په برخه کې د خپلواکې سلاکارې په توګه چارې ترسره کړیدي. همدارنګه هغې د افغانستان روڼتیا څار ادارې لپاره «د فساد په اړه د افغانانو تجربې» تر سرلیک لاندې د افغانستان په ۸ ولایتونو (بدخشان، بلخ، بغلان، هرات، لوګر، ننګرهار، بامیانو او کابل) کې د یوې سروې چارې هم پر مخ بیولې دي.
ni

خوږه کاکړ غړې

خوږه کاکړ د عامه پالیسۍ یوه متخصصه ده چې په افغانستان کې د حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، دولت جوړونې او بشري پرمختیا په برخو کې پنځه کلنه تجربه لري. نوموړې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د کابل پوهنتون د بشري پرمختیا او پالیسۍ د مرکز مشره ده او اوس د ۲۰۱۰ کال د ملي بشري پرمختیا د رپوت برابرولو لپاره تیاری نیسي. له دې مخکې هغه د افغانستان د ملي پرمختیا د ستراتیژۍ (ANDS) د جوړولو د ډلې غړې وه. اغلې کاکړ په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې د موقتي تګلارې مسوده جوړه کړه او هغه د همدې (له فساد سره د مبارزي) د ډلې غړې هم وه. همدارنګه هغې د امریکې د انډیانا د عامه پالیسۍ او چاپیریال د مطالعاتو له ښوونځي څخه په عامه اداره کې ماسټرې تر لاسه کړیده. نوموړې له ۲۰۰۶ کال راهیسې د افغانستان روڼتیا څار په ادارې بورډ کې خدمت کوي.
joنایلز تکسل نیلز تکسل د سیاسي علومو او پراختیا متخصص دی، چې دا مهال د اداري فساد پر ضد د مبارزې د سرچینو له 4U مرکز سره د سلاکار دنده لري. نوموړی د حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، د خلکو د ونډې، د جنسیت اړوندو مسایلو، ټکنيو حکومتونو او د مرستو د اغیزناکتوب په شان موضوعاتو باندې کار کوي. هغه په افغانستان کې له ۲۰۰۶ کال نه تر ۲۰۰۹ کال پورې د دغه هیواد په اړوندو بیلابیلو پروژو کې کار کړی دی. ښاغلی نیلز د پروژې په مديریت، د پالیسۍ په جوړولو کې په مشوره ورکولو او همدارنګه په څیړنه او روزنه کې هم پراخه تجربه لري. هغه په ۲۰۱۶ کال کې له روڼتیا څار سازمان سره د مشورتي پلاوي د غړي په توګه یو ځای شو، ترڅو د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړی.
nsنعمت الله ابراهیميغړی نعمت الله ابراهیمي په سیاست او نړیوالو اړیکو کې د لندن د اقتصاد له مشهور ښوونځي څخه د BSc په برخه کې لسانس تر لاسه کړی دی. هغه خپله ماسټرې د پاکستان په بلوچستان کې د کویټې ښار د سلطان الافضل له پوهنتون څخه په اسلامي مطالعاتو او هنر کې اخیستي ده. نوموړی اوس په کابل کې د سیاسي علومو او د لندن د (LSE) پوهنتون لپاره د بهرنیو دولتونو په څیړنیز مرکز کې د څیړونکي مدیر په توګه کار کوي. هغه همدارنګه په کابل کې د بیلابیلو مدني سازمانونو لکه د افغانستان څار او په افغانستان کې د پرانیستي ټولنې د انسټیټیوټ غړیتوب هم لري. ښاغلی ابراهیمې دافغان لږکیو د حقونو لپاره د افغان کارپوهانو د ټلوالې (APAMR) او د ICC د پروژې همغږې کونکی دی.