کارن هوسمن

کارن هوسمن (Karen Hussmann) د عامه تګلارې د جوړونې متخصصه ده او په حکومت کې د کار کولو، روڼتیا، له فساد سره د مبارزې په موضوعګانو او د ناکامو یا ضعیفه دولتونو په رغونه کې ۱۸ کلنه تجربه لري. هغه په عامه اداره او پالیسۍ کې د چیل (Chile) له پوهنتون څخه ماسټري تر لاسه کړی ده او  په لاتیني امریکا کې د لس کلن ژوند کولو پر مهال د کار ډیره تجربه لري. پردې سربیره په یو شمیر افریقايي او ځینو اسیایي هیوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې پراخه کاري تجربه لري.

هغه د فساد ضد منابعو له مرکز U4، د اروپايي ټولنې لخوا تمویلیدونکې د یورو سوشیل ۲ پروګرام سره د یوې مشرې سلاکارې په توګه، په سیمه ییزه حکومتولۍ کې له UNDP LAC خدماتي مرکز سره د مرستیالي تخصصي شبکې د غړې په توګه دنده ترسره کوي. همدارنګه یې د خپلواکې سلاکارې په توګه چارې ترسره کړیدي. نوموړې په خپل مسلکي ژوند کې په سترو مسلو ډیر کار کړی او د مختلفو پوړیو تجربو تر منځ په فعاله توګه د یوه پله د جوړیدو رول یې لوبولی دی. لکه په دولت جوړونه کې د روڼتیا را منځ ته کول، د شخړو مخنیوی او په روغتیايي برخه کې اداره او حکومتولي. آغلې هوسمن د ماتیدونکو یا ضعیفه دولتونو په اصلاح کولو کې د روڼتیا د رامنځ ته کولو، د مدني ټولنو په پیاوړتیا، د عامه دولتي ادارو په اصلاح، د روغتیايي چارو په تمویل او له فساد سر د مبارزې په برخو کې د پالیسیو د جوړولو په څانګو کې پراخه تجربه لري.

میچیلا پروکوپ

میچیلا پروکوپ (Michaela Prokop) په اقتصادي حکومتولۍ، سیاسي اقتصاد، دولتي او مالي څیړنو، د پالیسیو په تحلیل او مشورې ورکولو کې څimه باندې ۱۵ کاله تجربه لري. نوموړې د اقتصادي کنترول او د ادارې د متخصصې په توګه له اسیایی بانک، اروپاي ټولنې، اسیا، منځني ختیځ او افریقا کې له نړیوال بانک، UNDP سره کار کړی دی. هغه له ۲۰۰۴ څخه  تر ۲۰۰۷ کاله پورې په کابل کې میشت وه. نوموړې اوس له UNDP سره په ویتنام کې د اقتصادي پالیسیو د سلاکارې په توګه دنده ترسره کوي. میچیلا د برتانیې له دورهم پوهنتون څخه د منځني ختیځ په سیاسي اقتصاد کې خپله دوکتورا (P.h.D) اخیستې ده.