سیمه ییز څارونکي، د جلال اباد ښار د انګورباغ سړک پروژې، په سمه توګه، د عملي کېدو سبب شول

د څار ولایتی مسؤول حنیف هاشمي ـ ننګرهار

د نفوسو د زیاتوالي، ښاری پراختیا او د ترانسپورتي وسایلو د زیاتوالي په سبب، د انګور باغ د دویم سړک د جوړېدو اړتیا را منځته شوه، چې د فارم ساحه، د جلال اباد له ښار سره نښلوي. له ښاري ماستر پلان سره سم، نوی سړک د پخواني سړک په څنګ کې جوړېږي.

د سړک د جوړېدو په وخت کې، د سیمې د خلکو دې ته پام شو، چې د سړک پلن څلور متره دی، په داسې حال کې، چې هیله مندي دا وه، چې له اړتیا سره سم دې ۷ متره جوړ شي. د سیمې له خلکو سره د معلوماتو د نه شریکولو، په کارځای کې د اړینې ماشینري نشتوالی، د غیر فني کارګرانو نه شتون او د اصلي سړک په څنګ کې د پلې لارې نه موجودیت، بیا له ټولو نه مهمه، په ساحه کې د انجنیر نه شتون یوه بله هغه ستونزه وه، چې سیمه ییز څارونکي ور ته متوجه شول. په پیل کې سیمه ییزو څارونکو وغوښتل، چې دغه موضوع، د عملي کوونکي شرکت، له مسؤولساحوي شرکت سره شریکه کړه، مګر لکه څنګه چې یادونه وشوه، انجنیر په ساحه کې نه ؤ. دا چې ددغې پروژې تمویل کوونکې،د جلال اباد ښاروالی وه، د روڼتیا څار ولایتی مسؤول، له سیمه ییزو څارونکو سره یو ځای، څو ځله دغې ادارې ته د خبر د اخیستو او د ستونزې د اواري په خاطر ورغلل، مګر په دې کار باندې بریالي نه شول

. د افغانستان روڼتیا څار کارکونکو د ولایتی څارنیز بورډ غړو، د پروژي د تمویل کونکي او قرارداري شرکت د مسؤلینو د ګډون او د ستونزيد حل لپاره رسمی مکتوبو نه ولیژل، مګر په پر له پسې هلوځلو سره، د ولایتي څارنیز بورد له پریکړې سره سم په پروژه کې،، ډېر د پام وړ اوهیله من بدلونونه، رامنځته شول. ودانیز شرکت، د افغانستان د روڼتیا څار او سیمه ییزو څارونکو له خوا، د وړاندې شویو وړاندیزونو په عملي کولو باندې مکلف شو. د پروژې ټول سندونه، په بشپړه توګه په ساحه کې موجود شول. د سړک سور هم ۸ مترو ته زیات شو او د هغه په اړخ کې، دوه متره پلې لاره هم په ډبرو فرش شوه. د دغه سړک ټولیز لګښت) سره له هغو بدلونونو، چې وروسته په پروژه کې رامنځته شول2400   ډالر واو هغه د جلال اباد ښاروالي له لوري ورکول کېږي. د دغه سړک د جوړولو لپاره، چې اوږدوالی یې، ۵۶ مترو ته رسېږی، په څنګ کې یې ټول دوکانونه او غرفې ونړیدې.