د امانتولۍ کارکوونکو پروګرام، د عامه خدمتونو د کیفیت د لوړتیا بهیر

د افغانستان روڼتیا څار پروګرامونو مرستیال اجمل خالقي

د امانتولۍ کارکوونکو پروګرام، په ۱۳۹۵ کالکې پیل شو. د دغه پروګرام تر شا، د پیل کولواصلي مفکوره، د عامه خدمتونو په وړاندې کولوکې زیاته روڼتیا او د خلکو په منڅ کې د د ټولنیزڅار کلتور بابول و. ددغه پروګرام په لومړۍ دوره کې، له ۹ ولایتونو څخه ۵ کسو ته زده کړې ور کړل شوې او وروسته، ددغو کارکوونکو هر یوه کس، په زیربنایي سکتورونو، ښوونځیو او محکمو کې، د عامه خدمتونو څارنه وکړه. په دویمه دوره کې، د امانتولۍ کارکوونکو هر یوه کس، له ۸ تر ۱۰کسو ته زده کړې ورکړې، چې د عامه خدمتونوڅارنه وکړي.

د امانتولي کارکوونکو پروګرام، په ټوله کې، ۴۰۵ تنو ته زده کړې ورکړل شوې او له ۳ یاد شویو سکتورونو څخه یې، په کار باندې پیل وکړ. د امانتولۍ کارکوونکو پروګرام، په ۹ ولایتونو کابل، بامیان، کاپیسا، پکتیا، هرات، بلخ، پروان، ننګرهار او کندز کې پیل شو. د امانتولۍ دغو کارکوونکو، چې له هر ولایت نه ۴۵ کسه دي، په هغو کې، د مدني ټولنو، انجوګانو، سیمه ییزوټولنو، قومي او مذهبي مشرانو کسان، ښځې او نورداسې کسان شامل دي، چې د یوې ټولنې او یاهم، د سیمې د ولسونو له خوا پېژندل شوي دي.

د روڼتیا څار، د امانتولي کارکوونکو پروګرام، د څارلپاره د خلکو د ګډون د زیاتوالي او په ښوونځیو، محکمو او زیربنایی پروژو کې، د خدمتونو دکیفیت د لوړتیا په خاطر رامنځته کړی دی. همداراز، په دې باور دی، چې نوموړی پروګرام وکولای شي، چې په خلکو کې د عامه خدمتونو په اړه دملکیت حس رامنځته کړي او هغه د دې سبب وګرځي، چې ولس په مسؤولانه توګه، له زیربنایی پروژو، محکمو او ښوونځیو نه څارنه وکړي. د افغانستان په سطحه، د امانتولۍ کارکوونکو په توګه پروګرام، ډېر لږ او یا یې هېڅ کېدای شي، ونه لرو.

 د افغانستان روڼتیا څار، له ۱۳۸۶ نه را په دیخوا، د خپل ټولنیز څار پروګرام پیل کړی دی. لکه څنګه چې، د امانتولۍ کارکوونکو، له ودانیزوپروژو، محکمو او ښوونځیو، خپل څار پیل کړ اود روڼتیا څار مسوولینو ته به یې رپوټ ور کاوه. دڅار فرهنګ د بابولو او په دې برخه کې د خلکو داغېزد پراختیا لپاره، د ۱۳۹۵ کال له لومړیو وختونه، د افغانستان روڼتیا څار، له ولس سره د سلا او مشورې او د لومړي څېړندود په ژورې څېړنې سره، د ټولنیز څار پروګرام په صعودي بڼه او دامانتولي کارکوونکو د زیات رول په پام کې نیولوسره پیل کړ. د ټولنیز څار په دویم پروګرام کې به، د امانتولۍ کارکوونکو لومړی نسل، له یوه کال فعالیت وروسته، د امانتولۍ کارکوونکو دویم نسلو روزي او لارښوونه به ور ته وکړي. همدا اوس، دافغانستان روڼتیا څار د ټولنیز څار پروګرام، د دویم نسل پړاو ته رسېدلی دی.

 له ۹ ولایتونو څخه، دامانتولۍ کارکوونکو له دواړو نسلونو څخه ۴۰۰ تنه، په اوسني حالت کې د عامه خدمتونو په څار بوختدي. د افغانستان روڼتیا څارکلک هوډ لري، چې په ۱۳۹۶ کال کې د خپلو پروګرامونو له ارزونې نه وروسته، په ۱۳۹۷ کال کې د امانتولۍ کارکوونکو درېم نسل وروزي. د امانتولۍ اتلانو په پروګرام کې ګډون، په خپله خوښه دی او خلکو هم، په دې برخه کې دمعلوماتو له تر لاسه کولو نه وروسته، ډېره مینه اوعلاقمندی ښودلې ده. په دې منځ کې، په هغوولایتونو کې، چې هلته امن دی، ښځو هم ونډه اخیستې ده او په اوس وخت کې، له دغو ۴۰۵ تنوڅخه، ۳۰ سلنه مېرمنې دي. کارکوونکو ته، په لومړي سر کې زده کړې او اړین معلومات ور کول کېږي، د حساب ورکولو فرهنګ د بابولو لپاره، دزیربنایي پروژو، محکمو او ښوونځیو د څار لپاره، مهم سامان آلات ور کول کېږي او وروسته په عامه خدمتونو کې د څار لپاره چمتو کېږي. د امانتولۍ کارکوونکو تر اوسه پورې، زیاتې بریاوې تر لاسه کړې دي، په کاپیسا کې د څښاک او بو ته د زده کوونکو له لاسرسي نیولې، د هرات په ولایتکې، د ساختماني شرکت له خوا، د بې کیفیت هتوکو د په کار اچولو په برخه کې د تړون تر فسخه کولو پورې لاسته راوړنې لري.

د امانتولۍ کارکوونکو پروګرام اصلي موخه، دخلکو له لوري څار او د ستونزو اواری دی، تر څودا حس په خلکو کې زیات پیاوړی شي او ورو وروولس وکولای شي، چې ستونزې وپېزني او د هغوپه وړاندې له حکومت نه حساب وغواړي. سره له دې ټولو، ویلی شو، چې د امانتولۍ اتلانو پروګرام، په زیربنایي سکتورونو، محکمو او ښوونځیو کې، دخدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې، د روڼتیا اوحساب ورکولو د بهیر پر لور، یو ډېر ارزښتناک او ګټور حرکت دی. په راتلونکې کې به، دغه پروګرام، د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.